ده افغانستان ژورنال

د زلزلې له امله د برښنا مزي پرې کېدل؛ حکومت ویلي کار پرې روان دی

برښنا شرکت ویلي، چې د تېرې شپې یکشنبه، د لړم ۱۱مه شاوخوا ۱:۰۰ بجې د زلزلې له امله، له ازبکستان څخه په دوو برخو، نایاب‌‌اباد څخه سمنګان او خلم څخه پلخمري ته وارد شوې برښنا مزي پرې شوي دي.

د برښنا شرکت ویاند قاري محمد صادق حق‌پرست زیاته کړې، د یادې شدیدې زلزلې له امله، د کابل، بغلان، پروان، پنجشېر، کاپیسا، لوګر، پکتیا، غزني او میدان وردګ ولایتونه له ازبکستان څخه وارد شوي برښنا څخه په بشپړه توګه بې برخې شوي دي.

حق‌پرست زیاته کړې، سره له دې چې د شپې په لومړیو ساعتونو کې د تخنیکي ټیمونو د لایتونو د بیا نښلولو لپاره هڅې وشوې، دوی تر اوسه پورې د برښنا بیرته نه دي رغولي.

حق‌پرست وایي تخنیکي ټیمونو ته سپارښتنه شوې چې د لینونو مسیر وڅیړي او د بیا رغولو هڅې دوام لري.

د یادو ولایتونو ترڅنګ له تاجکستان څخه کندوز ته د برښنا وارداتي مزي هم پرې شوي.

د برښنا شرکت له خلکو غوښتي چې  له تخنیکي ادارو سره په صبر او همکارۍ سره ملګرتیا وکړي او  زیاتوي چې اړوند ټیمونه خپلې ټولې هڅې  په بېړني ډول په دواړو لارو کې د  برښنا بېرته نښلولو  لپاره کاروي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *