ده افغانستان ژورنال

هند افغانستان سره د ۱۶ ټنه درملو او طبي تجهیزاتو مرسته وکړه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د هند لخوا د مرستلو په لړ کې دا ځل دغه هېواد د روغتیا سکټور د ملاتړ او د ناروغیو د مخنیوي برخه کې د ۱۶ ټنه درملو او طبي تجهیزاتو مرسته وکړه.

د عامې روغتیا وزارت لخوا نن یکشنبه راغلي چې یاده مرسته د هند له لوري د افغانستان د روغتیا سکټور سره دغه مرسته د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د دغه هېواد د دوامدارو ژمنو یوه برخه ده.

همداراز زیاتوي چې د یادې مرستې موخه د ځینو ناروغیو لکه ملاریا، د ډینګي تبه او لیشمانیوز سره د مبارزې لپاره د ظرفیت لوړولو په موخه دي.

باید وویل شي چې دغه مرسته په سیمه کې د روغتیا، ثبات او بشرِ همکاریو د ودې برخو کې د هند رول د باور وړ یوه شریک په توګه تاییدوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *