ا.ا وایي، د تورخم لاره نن شنبه د لړم ۱۰مه یوازې هېواد ته د راستانه شویو افغان کډوالو لپاره پرانیستل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په سلګونه باروړنکي موتر د پولې دواړو خواوو ته ولاړ دي او د تګ اجازه نه لري.
د تورخم دروازې بندېدل د اقتصادي زیانونو ترڅنګ مسافرو او کډوالو ته هم ګڼ شمېر ستونزې رامنځ ته کړي دي.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې مسافران دې پر دې لاره له تګ راتګ څخه ډډه وکړي ځکه دا دروازه یوازې بېرته راستنېدونکو کډوالو پر مخ پرانیستل شوې.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت هم ویلي، شاوخوا ۴۰۰ د کډوالو لارۍ له جمروده تر تورخم بندې پاتي او له سختو حالاتو لکه سړې هوا، د سرپناه نشتوالی، د څښلو اوبه، خوړو او درملو له کمښت سره مخ دي.
د یادولو ده چې د تورخم دروازه درې اوونۍ وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتې وروسته تړل شوې و.