افغان کرکټ لوبډلې په خپله دویمه لوبه کې هم زمبابوې لوبډلې ته په یوه ښکلې لوبه کې ماته ورکړه.
دا لوبه چې پرون جمعه د اکټوبر ۳۱مه ترسره شوه افغان لوبډلې د ۷ ویکټو په توپېر وتوانېده زمبابوې لوبډلې ته ماته ورکړي.
سیالې لوبډلې په ۱۹.۳ اورونو کې د ۱۲۶ منډو هدف وټاکه چې افغان لوبډلې په ۱۸ اور کې د ۳ ویکټو په زیان سره یاد هدف پوره کړ.
د یادې لوبې غوره لوبغاړی راشد خان ونومول شو چې په درې اورونو کې یې د ۹ منډو په ورکولو سره ۳ ویکټې ترلاسه کړې خو راشد خان خپله جایزه ځوان لوبغاړي عبدالله احمدزي ته د لا تشویق او هڅونې لپاره ورکړه.
ځوان لوبغاړي عدالله احمدزي هم په یادې لوبه کې ښه توپ اچونه وکړه چې د ۲۸ منډو په ورکولو سره یې دوه ویکټې ترلاسه کړې.
راشد خان په خپلو خبرو کې عبدالله احمدزی د افغانستان د کرکټ راتلونکی بللی او زیاته کړې یې ده چې نوموړي ته باید زیات چانس ورکړل شي.
د یادونې وړ ده، د افغانستان او زمبابوې ترمنځ درېمه لوبه به سبا د نومبر په ۲مه ترسره شي