ده افغانستان ژورنال

د ابدالیانو لوبډلې د سیالیو مهالوېش په ډاګه شو

د افغانستان کرکټ بورډ نن شنبه د نومبر لومړۍ نېټه د ۲۰۲۵ کال ځوانانو اسیا جام سیالیو مهالوېش په ډاګه کړ چې له مخې یې د افغان ابدالیانو لومړۍ لوبه به د نومبر ۱۵مه له سریلانکا الف لوبډلې سره ترسره شي.

د افغان ابدالیانو لوبډله په بي ګروپ کې له سریلانکا الف، بنګله دېش الف او هانګ کانګ لوبډلو سره شتون لري.

بلخوا بیا په اې ګروپ کې هندوستان، پاکستان، عربي متحده امارات او عمان لوبډلې دي.

افغان ابدالیانو لوبډله به په لومړي پړاو کې درې لوبې ترسره کړي چې لومړۍ لوبه به د نومبر په ۱۵مه ، دویمه لوبه به له بنګله دېش  سره د نومبر په ۱۷مه او درېمه لوبه به له هانګ کانګ سره د نومبر په ۱۹مه ترسره کړي.

یادې لوبې  به د قطر هېواد په دوحې نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې یادې لوبې به د نومبر تر ۲۳مه دوام ولري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *