پاکستاني رسنیو ویلي، چې نن پنجشنبه د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې اترې دویم پړاو یو ځل بیا د ترکیې په استانبول کې پيلېږي.
د افغانستان ملي تلویزیون او د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، پاکستاني پلاوي پرېکړه کړې چې د استانبول خبرې اترې یو ځل بیا پیل کړي او دغه خبرې اترې به د منځګړو په منځګړیتوب سره دوام وکړي.
ویل کېږي چې د افغانستان څخه د پاکستان اصلي غوښتنه دا ده چې د پاکستاني حکومت د مخالفو ډلو ته ځای ورنکړي، خو افغان حکومت دا مسله د پاکستان داخلي موضوع بللې ده.
په ورته وخت کې، ملګرو ملتونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې د حل لپاره د خبرو اترو د “ناکامۍ” په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې هیله لري دواړه خواوې به بیرته جګړې ته نه ستنیږي.