ده افغانستان ژورنال

افغان فوټسال لوبډله له ایران سره پایلوبې کې مخامخ شوه

د افغانستان له ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټسال ملي لوبډله د ځوانانو په اسیایي سیالیو درېيم پړاو کې ټایلنډ ته په ماتې ورکولو سره د دغو سياليو پايلوبې ته ووتله.

د افغانستان له ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټسال ملي لوبډله نن چهارشنبه د عقرب ۷مه د ځوانانو په اسیایي سیالیو په کې تايلينډ لوبډلې ته یې د ۹ – ۱ ګولونو  په ستر توپير ماتې ورکړه او د دغو سياليو پايلوبې ته یې لاره پیدا کړه.

باید وویل شي چې  د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له دې وړاندې په ګروپي پړاو کې درې سيالۍ وکړې چې درې واړه يې ګټلې وې.

له دې سره د والیبال افغان لوبډلې هم دغو سیالیو کې دویم مقام واخیست.

افغان لوبډله به د دغو سياليو په پايلوبه کې سبا پنجشنبه د ايران پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.

 د یادولو ده چې د مرکزي اسیا زون والیبال سیالۍ د اکټوبر په ۲۲ مه د افغانستان، ترکمنستان، بنګله دېش، نیپال، مالدیو، سریلانکا لوبډلو ترمنځ د بنګله دېش په داکا ښار کې پیل شوې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *