د غزني مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور کسان مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند رسنیو ته ویلي، چې نن سهار د غزني قرهباغ ولسوالي اړوند د کابل ـ کندهار په لویه لار «عسکر کوټ» سیمه کې یو هایلکس او مازدا موټر تر منځ ټکر کړی او درنه مرګژوبله یې اړولې ده.
ده وویل، په یاد مازدا موټر کي د راستېدونکو کډوالو کډه وه چي له پاکستان څخه د کندوز ته په لار وو او په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور کسان مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
له دې سره د فاریاب مسوولینو هم ویلي، چې دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ دی او څلور نور ټپیان دي.