د ښار په یوه له خلکو ډک واټ کې، د بېصبره ګامونو، ښاري شور او تېروونکو موټرو ترمنځ، یوه نازکه صحنه انسان له ټولو فکرونو راباسي. یوه مور، د خاورو پر غېږ ناسته، خپل نیمژواندی زوی یې په غېږ کې نیولی، او پر لاره د تېرېدونکو ترحم ته یې سترګې دي.
کله نا کله ژوند په شېبو کې بدلون مومي، دا بدلون ځینو ته دومره ښه شي چې د نېکمرغۍ ټولې دروازې ورته په یو وار خلاصې کړي، خو داسې هم کېږي چې انسان دې د خپل ورځني او عادي ژوند په تېرولو کې بوخت وي تر څو ښه ورځ وګوري، خو لا یې پسې ژوند توره تیاره شي.
۳۲ کلنې نفیسې د مجبورۍ له امله د خپل ژوند تر ټولو ستر غم د سړک پر غاړه له ماسره سره داسې شریک کړ:«څلور میاشتې او ۱۵ ورځې وروسته مې زوی کور ته راوړ، خو عثمان نور هغه پخوانی ماشوم نه و. ساه یې یوازې د ستوني له سوري تېریږي، سترګې یې پرانستې وي، تر څو د روغتیا لپاره یې هېڅ هیله نه لرم.»
نفیسې یو وخت یې د ښار په یوه رسټورانټ کې د پخلي دنده ترسره کوله، خپل ژوند یې د حلالې روزۍ له لارې پر مخ بیولو، د خاوند، زوی(عثمان) او نورو بچیانو سره یې ژوند ارام و.
«د کال وروستۍ ورځې وې، رسټورانټ کې په پخلي بوخته وم، نه پوهېدم چې زوی مې عثمان د ودانۍ له دویم پوړ څخه راکوز شوی او سړک ته تللی. ناڅاپه د موټر ټکر غږ راغی… هر څه مې پرېښودل… چغې مې کړې…»
درې کلن عثمان د موټر له ټکر وروسته لومړنی روغتون ته بوتلل شو. ظاهري تپونه یې کم وو، خو هغه څه چې نه ښکارېدل، د هغه د ژوند او راتلونکی یې بدل کړ.
په روغتون کې ډاکترانو وویل، چې عثمان د سر کوپړۍ دننه مغزي وینې بهېدنه کړې، کومه چې د مغز وده یې درولې ده. له هماغې ورځې راهیسې، دغه ماشوم یو نیمژواندی حالت ته پاتې دی. تنفسیې د ستوني له سوري ترسره کیږي، نه شي خبرې کولی، نه خندلی شي، یوازې ژوندي پاتې دی.
د عثمان تر ناروغۍ لږ وروسته، نفیسه د خپل ژوند له بل ستر خنډ سره مخ شوه، خاوند یې د زړه حملې له امله مړ شو، او هغې ته یوازېتوب، کونډتوب او د یوه معلول ماشوم پالنه پاتې شوه.
سربېره پر دې دغه مور د کابل بهارستان کې په یوه کرایي کور کې له خپلو نورو ماشومانو سره په داسې حال کې ژوند کوي چې باید ۵۰۰ کرایه هم پوره کړي.
هغه وایي چې د ژوند تېرولو لپاره راته پیسې نه پیدا کېږي، چې پیدا شي کله په یو کله په بل شي کې یې ورکړه، سره دې باید د عثمان لپاره خواړه هم واخلم.
عثمان له پوزې څخه تېر شوي پیپ له لارې شیدې او پیاوړي خوړو ته اړتیا لري، خو د نفیسې بېوزلي یې لاس تنګ کړی او په ستونزو کې ورته ورځني خواړه چمتو کوي.
د عثمان روغتیایي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. جسم یې ورځ تر بلې کمزوری کېږي، پنځه کاله تېر شول، خو دا ماشوم لا هم د ژوند او مرګ تر منځ معلق دی. د ده درملنه د هېواد دننه نه شونې ده. بهر ته اړتیا ده، خو هلته رسېدل د بېوسۍ له امله نه ممکنېږي. هغه وایي: «زوی مې دومره کمزوری شوی، لکه د خوارځواکو ماشومانو یې بدن شوی.»
دا یوازې نفیسه نه ده چې دې ستونزو سره لاس او ګریوان ده، د نوموړې نورې خویندې هم په ورته برخلیک اخته دي، هغې وویل:«موږ درې خويندې یو، یوه مې د خاوند له مرګه کونډه شوه، بله مې هم بېکسې ده. زموږ له برخلیک سره هېڅ عدالت نه دی شوی، که خلاصه یې درته ووایم مونږ ټولې خویندې بدبختې شو.»
د ځوانۍ په دې موسم او پر نېستۍ نفیسه هره ورځ د ښار پر واټونو ګرځي، خلکو ته یې د امید سترګې نیولې وي.
عثمان یوازې یو ماشوم دی. نفیسه یوازې یوه مور ده. خو د دوی کیسه د زرګونو هغو افغانانو غږ دی، چې د بېوزلۍ، جګړې، بدمرغیو او ناورینونو تر فشار تر سیوري لاندې ژوند کوي.
د نفیسې سترګې هره ورځ د امید له تمې ډکې وي، غواړي زوی یې د پخوا په څېر بیا وغوړېږي، که څوک غوږ ورته ونیسي، د بېوسۍ خاموشه چیغه یې تر لرې لرې اورېدل کېدلی شي…»