د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې ځایي کرکټ د لوبغاړي تېره ورځ ماسپښین په یوه سیمهییزه لوبه کې د ګډون په موخه د پکتیکا مرکز شرنې ته راغلي وو، چې له لوبې وروسته بېرته ارګون ولسوالۍ ته ستانه شوي او هلته د دمې لپاره په یوځای راټول شوي وو، د پاکستان د برید ښکار شوي دي.
کرکټ بورډ تېره شپه ناوخته جمعه د تلې ۲۴مه پر خپلې رسمي فیسبوکپاڼې کې وویل، په دې زړهبوږنوونکې پېښه کې د ارګون ولسوالۍ د کبیر، صبغتالله او هارون په نوم د درې لوبغاړو په ګډون ۸ تنه وژل شوي، او ۷ تنه نور ټپيان دی.
د بورډ مشرتابه دا پېښه د افغان ورزشکارانو، لوبغاړو او د کرکټ د کورنۍ لپاره ستره ضایعه بللې، او د دې لوبغاړو د وژل کېدو په غبرګون کې، او د قربانیانو د درناوي په موخه، د پاکستان پر وړاندې راتلونکې شل اوریزې سیالۍ لغوه کړي دي.
باید وویل شي چې ټاکل شوې وه د افغانستان، پاکستان او سریلانکا درې اړخیزه لوبلړۍ د نومبر میاشتې په وروستیو کې ترسره شي.