ده افغانستان ژورنال

له ټرافي پرته د هند اتلولي

د هند کرکټ لوبډلې د پاکستان کرکټ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو اتله شوه. د هند لومړي وزیر نریندرا مودي خپلو لوبغاړو ته د مبارکۍ ترڅنګ د کرکت بریا د سندوور عملیات سره یو شان وګڼله.

د اسیا جام سیالیو پایلوبه چې تېره شپه یکشنبه د سپټمبر ۲۸ مه دوبۍ نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه  د هند کرکټ لوبډلې د ۵ ویکټو په توپیر پاکستان لوبډلې ته ماته ورکړه.

یادې لوبه کې پاکستان لومړی توپوهنه وکړه چې  د هند لوبډلې ته ېې د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه خو بلخوا هندي لوبډلې د پنځو لوبغاړو په زیان سره یاد هدف پوره کړ او د اسیا جام اتله شوه.

له دې سترې بریا وروسته د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د کرکټ اسیايي شورا مشر او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي څخه د اتلولۍ جام له اخېستو ډډه وکړه د هندۍ لوبډلې دغه کړنې د کرکټ لوبې یو شمېر ډېرو مبصرینو او خلکو لخوا غندل شوې هم ده.

له بریا وروسته د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د اسیا جام سیالیو په پایلوبه کې  له پاکستان هېواده د بریا لاسته راوړلو  له امله خپلې لوبډلې ته مبارکي وکړه او د لوبې بریا او د سندوور عملیات یې یو شان بللی ده.

د  سندوور عملیات نوم د هغو بریدونو نوم وه چې د هند حکومت د کشمیر د پهلګام سیمې پر سېلانیانو د برید په غبرګون کې ترسره کړل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *