د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شل اوریزو سیالیو په لړ کې، نن د هند او بنګلهدېش لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.
د اسیا جام شل اوریزو سیالیو په لړ کې، نن چهارشنبه د سپټمبر ۲۴مه د هند او بنګلهدېش لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.
دغه لوبه به د متحده عربي اماراتو په کوربهتوب د افغانستان په وخت د ماښام په ۷ بجو پیل شي.
باید وویل شي چې د څلورو غوره لوبډلو پړاو کې تر اوسه درې لوبې شوې، چې په لومړۍ لوبه کې بنګلهدېش سریلانکا ته ماتې ورکړه، په دویمه لوبه کې پاکستان له هند څخه ماتې وخوړه او په درېیمه لوبه کې تېره شپه پاکستان سریلانکا ته ماته ومنله.
د ۲۰۵ کال اسیا جام سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۹مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې د اتو لوبډلو په ګډون پیل شوي او د دغه جام پایلوبه به د روانې میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شي.