افغان کرکټ بورډ ویلي، ملي لوبډلې د بنګله دېش پر وړاندې د خپلې راتلونکې لوبې لپاره د چمتووالي په موخه تېره شپه خپل تمرینات ترسره کړل.
افغان کرکټ بورډ تېره ورځ جمعه د سپټمبر ۱۲مه پر خپلې فیسبوکپاڼې د افغان اتلانو د انځورونو په خپرولو سره لیکلي، چې ملي لوبډلې د بنګله دېش پر وړاندې د خپلې راتلونکې لوبې لپاره د چمتووالي په موخه تېره شپه خپل تمرینات ترسره کړل.
ټاکل شوې ده افغانستان به د راتلونکې سهشنبه د اسیا جام سیالیو په ترڅ کې د خپلې دویمې لوبې په موخه د بنګله دېش پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
باید وویل شي چې افغانستان د اسیا جام سیالیو په لړ کې په لومړۍ لوبه کې لومړۍ بریا ترلاسه کړې او هانګ کانګ لوبډلې ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړې ده.
تر دې مهاله د اسیا جام سیالیو په لړ کې افغانستان، هند، پاکستان او بنګله دېش خپلې لومړنۍ لوې ګټلې دي.