ده افغانستان ژورنال

لومړۍ لوبه لومړۍ بریا

افغانستان د اسیا جام سیالیو په لړ کې په لومړۍ لوبه کې لومړۍ بریا ترلاسه کړه او هانګ کانګ لوبډلې ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان او هانګ کانګ ترمنځ لوبه کې افغان  لوبډلې د لوبې پچه ګتلې او لومړۍ یې د توپوهنې پړېکړه کړې.

که څه هم د لوبې په پیل کې د افغانستان ملي لوبدلې د ۲۶ منډو په کولو دوه ویکټې له لاسه ورکړې خو وروسته صدیق الله اتل ۷۳ ناسوېدلې او عظمت‌الله عمرزي چټکې پنځوسیزې پر مټ سیالې لوبډلې ته افغان لوبډلې په شل اورونو کې د شپږ لوبغاړو په زیان سره هانګ کانګ ته د ۱۸۹ منډو هدف کېښود.

عمرزی نه یوازې د هانګ کانګ پر وړاندې د لوبې غوره لوبغاړی شو، بلکې په اسیا جام لوبو کې یې تر ټولو چټکه پنځوسیزه په خپل نوم کړه.

باید وویل شي چې له دې مخکې سوریا کمار او ګربز په ۲۲ بالونو پنځوسیزې وهلې وې.

د لوبې په دویمې پاڼۍ کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې په شل اورنو کې د نهو لوبغاړو په سوزېدو ۹۴ منډې ترسره او د ۹۴ منډو په توپير یې ماته وخوړه.

د یادولو ده چې د اسیا جام سیالۍ پرون سه‌شنبه د سپتمبر ۸ مه د اتو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ پيل شوې، او د دغه جام په دویمه لوبه کې به د هند ملي لوبډله نن د  متحده عربي اماراتو لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *