د افغانستان کرکت بورد ویلي، افغان لوبډله به د پاکستان او سریلانکا پر وړاندې په درېاړخیزې لوبلړۍ کې چې پاکستان هېواد کې ترسره کیږي ګډون وکړي.
دا لوبې به د روان کال نوامبر میاشت په ۱۷ مه د راولپنډي کرکت لوبغالي کې پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۹به پای ته ورسیږي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلی نصیب خان دا سیالۍ د افغانستان لپاره یو زېری وباله او زیاته یې کړه چې دا درېاړخیزې لوبې د راتلونکي کال د شل اوریز نړیوال جام لپاره یو بشپړ چمتووالی دی.
د یادولو ده افغانستان او پاکستان به نن ماښام د افغانستان، پاکستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ د درې اړخیزو لوبو په پایلوبه کې ګډون وکړي.