ده افغانستان ژورنال

عراقچي د پاکستان او افغانستان د دوستانه اړیکو پر اهمیت د ټینګار کړی

ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو له وزیر سره یې ټیلېفوني خبرو کې د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د خبرو اترو د دوام په اړه خبرې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه په خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو له وزیر محمداسحاق ډار سره د وروستیو دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې بدلونونو په اړه ټيلېفوني خبرې کړې دي.

باید وویل شي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو اترو درېیم پړاو هم بې پایلې پای ته رسېدلی او په استانبول کې وروستي مذاکرات پرون پای ته ورسېدل او د ا.ا ویاند وویل چې د پاکستاني پلاوي غیرمسوولانه چلند او نه همکاري د دې لامل شول چې د ا.ا د ښه نیت او د منځګړو د هڅو سربېره، د ترکیې مذاکرات کومې پایلې ته ونه رسېږي.

خبرپانه زیاتوي چې عراقچي د دواړو ګاونډیو او مسلمانو هېوادونو ترمنځ د اوږدو او دوستانه اړیکو پر اهمیت د ټینګار کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *