ده افغانستان ژورنال

د پاکستان او عراق له زندانونو ۵۶۵ تنه خوشې شول

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو وزارت ویلي چې ۵۶۵ افغان کډوال د پاکستان او عراق له زندانونو خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي
د کندهار او نمیروز ولایتونو د کډوالو ریاست ویلي چې ۵۱۷ تنه کډوال د دوو میاشتو قید تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴۸ تنه نور له عراق څخه د شپږو څخه تر ۹ میاشتو قید تېرولو وروسته له نیمروې څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي او شړل کېږی .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *