ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP)خبر ورکړی، چې جاپان د افغان سوداګرو ښخو د ملاتړ لپاره ۵.۶ میلیون ډالره مرسته کړې ده.
ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) تېره ورځ سهشنبه، د نومبر ۱۸مه یوه بیان کې ویلي، چې په کابل کې د جاپان سفیر کینیچي ماساموتو او په افغانستان کې د دغې ادارې استازي سټیفن روډریګز دغه مرسته لاسلیک کړه.
دغې اعلامیې همداراز زیاته کړې چې دا پیسې به د ۷۳ کوچنیو پروژو او ۲۱۰۰ کوچنیو او منځنیو سوداګرۍ لپاره وکارول شي.
له دې سره د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام چې دا پروژه هڅه کوي چې د پورونو او متشبثینو روزنې له لارې د ښځو متشبثینو ته مالي ملاتړ ته لاسرسی ښه کړي.
د ویلو ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام استازي په دې پروګرام کې ټینګار وکړ چې افغانستان لا هم له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی، چې دروند بار یې بیا پر افغان ښځو اچول شوی دی.