د لغمان قرغیو ولسوالۍ مربوطاتو کې یوه موټر له چپهکېدو وروسته اور اخیستې چې له امله یې شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د لغمان ولایت مسوولین وایي، نن سهار نن سهار یکشنبه د لړم ۲۵مه شاوخوا څلور بجې د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ په میاخان کڅ سیمه کې یو ټوډي موټرچلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله له سړکه وتلی، چپه شوی او اور یې اخیستی دی.
د مسوولینو په وینا د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
د یادونې وړ ده په دې وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې ساري کچه ډېرې شوي چې ګڼ شمېر خلک خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ترافیکي پېښو د زیاتوالي لاملونه د موتر چلونکو بی احتیاطي، ګرندی تګ، د ترافیکي اصولو نه مراعت کولو او د سړکونو تنګوالی او خرابوالی ښودل شوی دی.