ده افغانستان ژورنال

د سالنګ لویې لارې د محافظتي قیراچونې چارې پیل شوي

د هېواد د ټولګټو وزارت مسوولینو اعلان کړی، چې د سالنګ لویې لارې تونل او د ۱۵ او ۱۶ مې ګالریو په ګډون د دې لویې لارې ځینې برخې قیر شوي او د تونل دننه د محافظتي قیراچونې چارې پیل شوي دي.

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس نن جمعه پر اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې لیکلي، چې دوی اوس د دغه کانکریټ د ساتنې لپاره د پروژې د تخنیکي مشخصاتو او ډیزاین سره سم د تونل دننه د محافظتي قیراچونې چارې پیل شوي دي.

نوموړي همداراز له ټولو هېوادوالو او موټر چلوونکو غوښتي چې له تونل څخه د تېرېدو پر مهال ترافیکي قوانین مراعات کړي.

د یادولو ده چې د سالنګ لویه لاره د هېواد له مهو لارو څخه شمېرل کېږي چې نهه شمالي ولایتونه له مرکز سره نښلوي، او هر کال د ژمي موسم په راتلو او د درنو واورو په ورېدو سره په شپو او ورځو بنده کېږي، خو له تېر کال راهیسي د ا.ا په امر پر دغې لارې د جوړونې چارنې پیل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *