د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن چهارشنبه د لړم ۲۱مه په کابل کې له صنعتګرو او سوداګرو سره په غونډه کې ویلي، د هېواد ټول صنعتکاران او سوداګر دې د پاکستان پر ځای له نورو بدیلو لارو سوداګرۍ ته مخه کړي، یادو لارو نه یوازې تجاران زیانمن کړي، بلکې بازارونه او عام ولس یې هم له ستونزو سره مخ کړی دی.
ملا عبدالغني برادر زیاته کړې چې د پاکستان څخه سوداګر بې کیفیته دوا هېواد ته راوړي نو له دوي غوښتي چې له بدیلو لارو او نورو هېوادونو څخه دوا هېواد ته وارده کړي.
همداراز برادر سوادګرو ته د ګواښ په ډول ویلي کې د پاکستان هېواد څخه د مالونو واردولو کې کومې ستونزې سره مخ شي نو ا.ا به یې ستونزې ته رسېدنه ونه کړي.
د دې ترڅنګ د هغو کسانو ته چې پاکستان کې یې قراردادونه او یا خریدارۍ کړې وي درې میاشتې وخت ورکړی تر څو خپل حسابونه تصفیه کړي.
عبدالغني برادر د یادو پریکړو لامل د پاکستان هېواد لخوا د سوداګرۍ پر مخ د لارو تړل، له تجارتي او بشري مواردو یې سياسي استفاده کول بللي چې. د دواړو هېوادونو تجاران او صنعتکاران یې متضرر کړي دي.