ده افغانستان ژورنال

کندهار کې د انار درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د کندهار مسوولینو ویلي، چې د وطني تولیداتو لپاره د بازارموندنې په موخه د «انار» په نوم درې‌ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
په یاد درې ورځني نندارتون کې د ښځو لاسي صنایع، خوراکي او غیـرخوراکي توکي، ساختماني وسایل، روغتیايي او کرنیز درمل، لبنیات او ګڼ شمېر نور کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي.

یاد نندارتون د سوداګرۍ وزارت په همکارۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.

د دې نندارتون تنظیموونکي وایي ، موخه یې د وطني تولیداتو لپاره د بازار موندنه ده، څو خلک د بهرنیو توکو پر ځای له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي.

په دغه نندارتون کې د کندهار، هرات، کابل او مزارشریف صنعتکارانو خپل توليدات په ۱۵۰ غرفو کې نندارې ته ايښي

ویل کېږي، چې دغه ملي او نړيوال نندارتون ته د هېواد له بېلابېلو برخو ګڼ شمېر خلک د لیدو لپاره ورغلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *