ده افغانستان ژورنال

اتریش یو افغان بېرته راستون کړ

د اتریش رسنیو ویلي،  چې د یاد هېواد حکومت د نشه‌يي توکو د قاچاق په جرم یو افغان ایستلی او کابل ته یې لېږلی دی.

دا افغان وګړی چې په اتریش کې میشت و تېره ورځ یکشنبه، د لړم ۱۸مه له یاد هېواد څخه وېستل شوی او افغانستان ته لېږدول شوی دی.

‏د  راپورونو له مخې ، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ویلي، د ناقانونه مېشتو کسانو د اخراج بهیر به لا هم سخت او جدي تعقیب شي.

دغه افغان وګړي  غوښتل په ویانا کې نشه‌یي توکي وپلوري خو د پولیسو له لوري نیول شوی دی.

د راپورونو له مخې دا کس په مارچ میاشت کې تورن شوی وه او تېره ورځ د استانبول له لوري کابل ته لېږدول شوی دی.

د ا.ا د واکمنۍ راهېسې د اتریش له لوري  افغانستان ته د ایستو دا دویمه پېښه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *