ده افغانستان ژورنال

تېرو ۲۴ ورځو کې افغانستان او پاکستان ته ۲۰۰ میلیون ډالر زیان اوښتی

پاکستاني رسنیو ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویو لارو بندېدو له امله په تېرو ۲۴ ورځو کې  دواړو خواوو ته ۲۰۰ میلیون ډالر زیان رسولی دی.

دغو رسنیو زیاته کړې د دې لارو بند پاتې کېدل د یاد زیان ترڅنګ د له منځنۍ اسیا سره د پاکستان  سوداګرۍ یې هم درولې دي.

دواړو خواوو ته په سلګونه باروړونکې لارۍ او سوداګر بند پاتي او  په سلګونه ټنه مېوې او نور خوراکي توکي خراب شوي او یا د خرابېدو په حال کې دي او  د دې ترڅنګ پاکستان کې د مېوو او سبزیو بیې هم لوړې شوي دي.

رسنیو دا هم ویلي چې افغانستان په میاشتني ډول له پاکستان څخه ۱۵۰ میلیون ډالر واردات لري او همدارنګه پاکستان ته ۶۰  میلیون ډالر صادرات لري خو د لارو  تړل پاتې کېدل دا چارې اغېزمنې کړي  دي.

د یادولو ده د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې هغه وخت وتړل شوې چې پاکستان د لومړي ځل لپاره د اکټوبر په ۹مه پر کابل هوایي برید وکړ تر هغه برید وروسته د ا.ا امنیتي ځواکونو ډیورند کرښې ته نژدې پر پاکستاني پوستو بریدونه وکړل چې د هغه لوري له ځوابي حملو سره مخ شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *