ده افغانستان ژورنال

یوازې تېره ورځ څه باندې ۱۲ زره افغان کډوال له پاکستانه راستانه شوي

د ا.ا مسوولینو ویلي، چې یوازې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۲ زره ۴۵۵ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن یکشنبه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یوازې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۰۹۸ افغان کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

نوموړي همداراز لیکلي، دغه کډوال د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز د ورېښمو پله، د کندهار سپین‌بولدک، د هلمند د بهرام‌چې او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي او د یادو راستنو شوو کډوالو له ډلې یو شمېر یې خپلو سيمو ته لېږدول شوي او له ۲۰۵۱ نورو سره مرسته شوې ده.

باید وویل شي چې د دغه ویاند په خبره یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۱۶۵۲ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *