ده افغانستان ژورنال

فوټسال: د افغانستان او ایران ترمنځ لوبه مساوي شوه

د اسلامي هېوادونو د پیوستون لوبو په لړ کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن  د ایران د فوټسال ملي لوبډلې سره لوبه ۲ـ۲ مساوي کړه. د افغانستان لپاره په دغې لوبې کې سید مجتبی او مهدي نوروزي ګولونه ووهل.

افغانستان د اسلامي هېوادونو د پیوستون لوبو د لوبو په لړ کې په خپله دویمه لوبه کې د ایران د فوټسال ملي لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه، چې لوبه ۲-۲ په پایلې سره په مساوي ډول پای ته ورسېده.

دغه لوبه د سعودي عربستان په ریاض ښار کې نن د ماسپښین درې بجې پیل شوه، چې د افغانستان لپاره په دغې لوبې کې سید مجتبی او مهدي نوروزي ګولونه ووهل.

 باید وویل شي چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې تاجکستان ملي لوبډلې ته ماته ورکړې وه او د دغه پړاو کې خپله وروستۍ لوبه د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ د مراکش لوبډلې سره مخ شي.

د یادولو ده چې د دغې لوبې په ګټلو سره د افغانستان پایټونه ۴ شول او د فوټسال د ایران، تاجکستان او مراکش له ملي لوبډلو وړاندې د جدول په سر کې ځای لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *