مسوولینو ویلي، چې جوزجان او پروان ولایتونو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنو ژوند بایللی دی او څلور نور ټپیان دي.
مسوولین وایي، د جوزجان – فاریاب پر لویه لاره نن چهارشنبه ترافیکي پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۹ بجې د جوزجان – فاریاب پر لویه لار په حدبخشي سیمه کې د یوه سراچه او پاسو موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
له دې سره د پروان په چهارده ولسوالۍ کې هم د ترافیکي پېښې له امله څلور تنه مړه او دوه نور ټپیان دي.
د پروان د قومندانۍ ویاند فضلالرحیم مسکینیار ویلي، چې دغه پېښه د بامیان پر سړک د یوې کرولا او دو هزار موټرو د ټکر له امله شوې ده.
د پېښې ټپیان د غوربند سیمهییز روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې لامل د موټرچلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.