ده افغانستان ژورنال

د والیبال ملي لوبډلې دویم مقام خپل کړ

د والیبال ملي لوبډله چې د مرکزي اسیا زون په سیالیو کې ګډون کړی و پای‌لوبه کې له ترکمنستان ملي لوبډلې څخه په ماتې خوړو دویم مقام خپل کړ.

دا لوبه چې تېره ورځ سه شنبه د لړم ۶مه  یوه بجه ترسره شوه د خورا یوې په زړه پورې سیالې وروسته د هېواد والیبال لوبډلې ۲-۳ له ترکمنستان لوبډلې ماته وخوړه.

په یاده سیالۍ کې اول او دریم پړاو د افغان لوبډلې په ګته پاې ته رسېدلی و خو بلخوا بیا ترکمنستان دریم او پنځم روند یې په خپل نامه کړ  او په وروستیو شیبو کې یې لوبه وګټله.

افغان والیبال لوبډلې د مرکزي اسیا زون سیالیو په لړ کې بنګله دېش، نیپال او مالدیو لوبډلو ته په ماتې ورکولو پای لوبې ته لاړ مونده و.

‏د یادولو وړ د مرکزي اسیا زون والیبال سیالۍ د اکټوبر په ۲۲ مه د افغانستان، ترکمنستان، بنګله دېش، نیپال، مالدیو، سریلانکا لوبډلو ترمنځ د بنګله دېش په داکا ښار کې پیل شوې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *