ده افغانستان ژورنال

د جودو او جوجتسو در کسیزه لوبډله بحرین ته روانه شوه

د جودو او جوجتسو درې کسیزه لوبډلې له ۱۷ کلونو کم‌عمره اسیايي سیالیو کې د ګډون په موخه  نن(دوشنبه، د لړم ۵مه)بحرین هېواد ته روانې شوې.

د یادې درې کسیزه لوبډلې په هره لوبډله کې دوه لوبغاړي او یو روزونکی شامل دی.

د المپیک، بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست وایي،  دا درې لوبډلې د ورزش ادارې د عمومي رئیس مولوي احمدالله وثيق او د دغې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او رهبري سره تر لیدو او خدای پاماني وروسته د بحرین لور ته روانې شوې.

د نویو ځوانانو اسیایي درېیم پړاو لوبې د اکټوبر په ۲۲مه بحرین هېواد کې پیل شوي او دا سیالیۍ په ۲۷ ورزشي رشتو کې ترسره کېږي چې د افغانستان په استازیتوب ۵۰ ورزشکاران او ورسره پلاوي په ۸ ورزشي رشتو کې سیالۍ کوي.

د یادولو وړ ده له دې وړاندې له ۱۷ کلنو کم عمره فوټسال لوبډلې هم د نویو ځوانانو اسیا سیالیو دریم پړاو سیالیو کې درې لوبې له ازبکستان، بحرین او چین لوبډلو سره ترسره کړې چې ټولې لوبې یې وګټلې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *