ده افغانستان ژورنال

راشد خان په کرکټ کې خپل یوه لسیزه سفر بشپړ کړ

پوره لس کاله وړاندې د کرکټ نړۍ ته یو داسې افغان راغلی چې بیا یې شاته ونه کتل. راشد خان د ۲۰۱۵ د اکټوبر په میاشت کې د زمبابوې پر وړاندې خپله لومړنۍ لوبه ترسره کړه.

په شل اوریزو لوبو کې د افغانستان لوبډلمشر راشد خان د ۱۹۹۸ میلادي کال د سېپټمبر ۲۰مه په ننګرهار کې زېږېدلی، او په ۲۰۱۵ کال د لومړي ځل یې د افغانستان له ملي لوبډلې  لپاره نړیواله لوبه وکړه.راشد په کمه موده کې ستر نوم وګټه، د افغانستان او نړۍ کرکټ یې بختوره کړه.

راشد خان تر اوسه پورې په ۲ ټیسټ، ۵۹ یو ورځنۍ، ۳۸ شل اووره نړیوالو لوبو کې ګډون کړی دی.

راشد خان په یو ورځنیو مسابقو کې ۷۹۸، په شل اووره کې ۱۲۳ منډې کړي خو د راشد خان کمال په توپ اچونې کې دی او تراوسه یې  په ۲۰ اووره سیالیو کې ۷۵، په یو ورځنیو کې ۱۲۵ او په ټېستلوبو کې ۹ لوبغاړي سوځولي دي.

باید وویل شي چې خان په ۲۰۱۸ کې له دې نظره چې تر ټولو په لنډ وخت کې یې ۵۰ ویکټونه اخیستي، د نړۍ په کچه یې لومړی مقام خپل کړ.

خان د افغان ملي لوبډلې لوبډلمشرۍ ترڅنګ د نړۍ په مهمو لیګونو لکه د هند په ای‌پي‌ایل، د اسټرالیا په بېګ باش او د ویسټ انډیز په کربین لیګ کې لوبېدلی چې سترې کارنامې یې خپلې کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *