ده افغانستان ژورنال

پاکستان زمبابوې په درې اړخیزو سیالیو کې د افغان لوبډلې ځای ناستی کړ

د کرکټ بورډ لخوا له پاکستان سره په درې اړخیزې لوبلړۍ کې نه ګډون اعلان سره، زمبابوی د افغانستان لوبډلې پر ځای له پاکستان او سریلانکا سره د درې اړخېزې لوبلړۍ برخه شو.

وروسته له دې چې د افغانستان کرکټ بورد اعلان وکړ چې له پاکستان او سریلانکا سره به په درې اړخیزې  لوبلړۍ کې ګډون ونه کړي زمبابوی لوبډله په رسمي ډول د افغان کرکټ لوبډلې پر ځای د یادې لوبلړۍ غړی شو.

یادې لوبې د پاکستان، سریلانکا او زمبابوې ترمنځ راتلونکې میاشت نوامبر کې به ترسره شي.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان، پاکستان او سریلانکا ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ په نوامبر میاشت کې ترسره شي خو د پاکستان هېواد په بریدونو کې چې د درې لوبغاړو په ګډون ۸ تنه ووژل شول کرکټ بورد دا لوبې لغو کړې او د نه ګډون پریګړه یې وکړه.

د افغانستان کرکټ بورد د نه ګډون لامل د پاکستان بریدونو پر وړاندې غبرګون او قربانیانو ته درناوی بللی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *