ده افغانستان ژورنال

د  افغان لوبډلې بریا او د بلال سمیع غوره پیل

د افغان کرکټ ملي لوبډله  د یو ورځنیو سیالیو په لړ کې بنګله دېش کرکټ لوېډلې ته د ۲۰۰ منډو په توپیر سخته ماته ورکړه. د تېرې شپې په لوبه کې بلال سمیع غوره توپ اچونه وکړه او د سیالې لوبډلې پنځه لوبغاړي یې وسوزول.

د افغان کرکټ لوبډلې په خپلې وروستۍ لوبه کې چې تېر مازدیګر سه‌شنبه د اکټوبر ۱۴مه بنګله دېش لوبډلې ته د ۲۰۰ منډو په توپیر ماته ورکړه.

افغان کرکټ لوبډلې د لوبې پچه ګټلې وه او سیالې لوبډلې ته یې په ۵۰ اورونو کې د ۲۹۴  منډو هدف ټاکلی و چې سیالې لوبډلې ونشو کړای چې یاد هدف ته ځان ورسوي او خپل ټول لوبغاړي یې یو په بل پسې له سل منډو وړاندې له لاسه ورکړل.

د یادې سیالۍ غوره لوبغاړی بلال سمیع وټاکل شو چې د بنګله دېش پنځه لوبغاړي یې وسوزول او ۳۳ منډې یې ورکړې.

له لوبې وروسته نوموړي وویل چې: «ما په خپلې توپ اچونې ډېره خواري کړې وه، او د لوبډلې ملاتړ هم راسره و، اسانه ځکه نه و چې مونږ د توپ اچونې زیات اپشنونه درلودل، خوښ یم نن مې ښه توپ اچونه وکړه.»

ورسره ابراهیم ځدران په توپ وهنه کې په ۱۱۱ توپونو یې ۹۵ منډې جوړې کړې وې.

باید وویل شي چې افغان کرکټ لوبډلې پنځوس اوریزه لوبلړۍ  له واره په خپل  نامه کړې و.

د یادولو ده چې افغان کرکټ لوبډلې بیا له بنګله دېش سره شل اوریزه لوبلړۍ ۳ـ۰ بایللې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *