ټاکل شوې چې نن سه شنبه د اکټبر ۱۴مه د افغان کرکټ لوبډلې او بنګله دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ د اتصالات جام سیالیو لوبلړۍ دریمه او وروستۍ لوبه ترسره شي.
افغان کرکټ لوبډلې ترسره شوې دوه نورې سیالۍ هم ګټلي دي چې لوبلړۍ یې له دریمې سیالۍ وړاندې په خپل نامه کړې ده.
په لومړۍ لوبه کې چې د افغان او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ ترسره وشوه افغان لوبډلې د پنځو ویکټو په توپیر لوبه وګټله چې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه عظمتالله عمرزی ته چې په توپوهنه کې یې په ۴۴ توپونو ۴۰ منډې او په توپ اچونه کې بیا ۳ ویکټې ترلاسه کړې وې ورکړل شوه .
همدا رنګه دویمه لوبه هم افغان لوبډلې د راشدخان په غوره کارکردهګۍ سره د ۸۱ منډو په توپیر په خپله نامه کړه.
د دویمې لوبه غوره لوبغاړی بیا ابراهیم ځدران ونومول شو چې په ۱۴۰ توپونو یې ۹۵ منډې جوړې کړې وې.
د یادولو وړ ده چې افغان کرکټ لوبډلې د پنځوس اوریزې لوبلړۍ وړاندې له بنګله دېش کرکت لوبډلې سره د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ درلوده چې په خرابې کارکردهګۍ سره خپلې ټولې لوبې یې سیالې لوبډلې ته بایللې وې.