د ۲۰۲۵ کال اسیا جام لوبو د دویم پړاو په لړ کې نن د سریلانکا او پاکستان ترمنځ برخلیک ټاکوونکې لوبه ترسره کېږي.
سریلانکا د اسیا جام په دویم پړاو کې په خپلې لومړنۍ لوبه کې له بنګله دېش څخه سخته ماته وخوړه، او پاکستان هم له هند څخه یو ځل بیا ستره ماته ومنله.
پر دې اساس د څلور غوره پړاو په لومړيو لوبو کې دواړه لوبدلې له ماتې سره مخ شوي دي او نن به دواړه لوبډلې د دوه نمرو د ګټلو هڅه کوي.
باید وویل شي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ په وروستیو پنځه شل اوریزو لوبو کې سریلانکا پنځه واړه له پاکستانه ګټلي دي.
او که په ټولییزه بڼه ولیدل شي، په ۱۸ سیالیو کې ۱۳ سریلانکا او ۵ بیا پاکستان ګټلي دي.