نن سهار ۹:۴۰بجې یو ځل بیا د افغانستان ختیځ ولایتونه د ۴.۷ درجې زلزله لړزولي. د دغې زلزلې مرکز جلالاباد ښار ته نږدې ښودل شوی.
د متحده ایالاتو د جیولوژیکي سروې له مخې، دغه زلزله چې نن پنجشنبه د سپټمبر ۴مه شوه، مرکز یې د ننګرهار مرکز جلااباد ښار ته نږدې و او د ۱۳ کیلومتره ژوروالي کې ثبت شوی و.
که څه هم زلزله د هېواد د ختیځ په څو برخو کې احساس شوې، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې یا احتمالي زیان په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی. سیمهییزو مسوولینو هم ویلي چې د پیښې د پایلو د ټاکلو لپاره پلټنې روانې دي.
دا زلزله په داسې حال کې شوې، چې تېره یکشنبه هم د هېواد ختیځ ولایتونه لکه کونړ، جلالاباد او لغمان د مرګونې زلزلې شاهد وو. د وروستیو راپورونو پر بنسټ د تېرې شدیدې زلزلې له امله د مړو شمېر تر دې دمه ۱۴۵۷ کسان او ۳۳۹۴ نور ټپیان شوي دي.