کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې په کونړ کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۶۱۰ ته رسېدلی او ۱۳۰۰ نور ټپيان دي.
د هېواد خیتځو ولایتونو په ځانګړې توګه کونړ کې د تېرې شپې زلزلې له امله د مرګژوبلې کچه لوړه شوې ده. د مړو شمېر ۶۱۰ ته رسېدلی او ۱۳۰۰ نور ټپيان دي.
د یاد وزارت ویاند، عبدالمتین. قانع چې تېرې شپې زلزلې له امله د کونړ سربېره په ننګرهار کې هم د ۱۲ کسانو ژوند اخیستی او ۲۵۵ نور ټپيان شوي دي.
د ټولنیزو رسنیو په خپره شویو ویډیوګانو او انځورونو کې ښکاري، چې ښکاري، چې کونړ کې ځینې کورونه نړېدلي او خلک له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کړې ده. د دوی په وینا د مرستو رسولو لپاره باید له چولکو کار واخیستل شي.
تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د هېواد مرکزي او ختیځ ولایتونه د ریښتر په کچه ۶ درجې زلزلې ولړزولې.