ده افغانستان ژورنال

فضا کې د پښتو ژبې سفر ۳۷ کلن شو

له ننه ۳۷ کاله مخکې افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند د قراقستان هېواد بایکنور فضایی هډې څخه فضا ته ولاړ.

عبدالاحد مومند لومړنی افغان ستورمزلی وه چې د افغانستان په استازیتوب فضا ته لاړ او له هغه ځایه یې د افغانستان د وخت ولسمشر ډاکټر نجیب الله او خپلې مور سره چې په اندېښنه یې وه په پښتو ژبه خبرې وکړې.

د عبدالاحد مومند دا ماموریت سایویز تي ام شپږ نومېده چې په کال ۱۹۸۸ کې د قزاقستان له بایکنور فضایي هدې ترسره شو.

د دې سفر په ترڅ کې پښتو ژبه وروسته له انګلیسي، چینایي او روسيې ژبو څلورمه ژبه شوه چې فضا کې پرې خبرې وشوې.

ښاغلې مومند په فضا کې ۸ شپې ۲۰ ساعته او ۲۶ دقیقې تېره کړې وې چې په دې تاریخي سفر کې یې له ځان سره قران شریف او د افغانستان درې رنګه له ځان سره بیرغ درلود.

عبدالاحد مومند هېواد ته د راستنېدو وروسته د (ملي اتل) لقب د وخت ولسمشر ډاکټر نجیب الله لخوا ترلاسه کړ.

ښاغلي مومند ویلي و، (د ځمکې لیدل له اسمانه دېر ښکلې او زړه راښکونکی وه بله هېڅ سیاره د ځمکې په شان ښکلې نه وه.)

عبدالاحد مومند په کال ۱۹۵۹ زیږدیز کال د جنورۍ په لومړۍ نیټه د غزني په «سرده» کلي کې زیږېدلی چې په کال ۱۹۹۲ زیږیز کال د کورنیو جګړو له امله المان هېواد ته ګډوال شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *