د اګست ۳۰مه د امریکايي پوځ د وروستي سرتېري وتلو سره سمون لري.
له نن څلور کاله وړاندې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ۳۰مه د امریکایي پوځ وروستي سرتېري افغانستان پرېښود، او خپل ماموریت یې پای ته ورساوه.
د امریکا ۲۰ کلنه جګړه د پخواني ولسمشر جوبایډن پر مهال پاې ته ورسېده دا په داسې حال کې ده چې د امریکا اوسني ولسمشر دا ورځ د امریکا په تاریخ کې د شرمه ډکه ورځ بللې ده.
ډونالد ترامپ د امریکایي پوځیانو په وتلو کې د بایډن ادارې د ملامتولو سره په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د پاتې تجهیزاتو یادونه کوي په داسې حال کې چې ا.ا دا تجهیزات خپل ګڼي.
د یادولو ده چې ا.ا د امریکا سره د ښو اړیکو د تينګښت غوښتونکی دی