کابل – د افغانستان د عامه کارونو وزارت راپور ورکړی چې د ۱۴۰۴ کال د ثور په میاشت کې (د ۲۰۲۵ کال د اپرېل–مې ترمنځ) له لارې د هېواد د اورګاډي شبکې له لارې ټول ۳۳۲,۸۳۷ متریک ټنه مالونه انتقال شوي دي. دا بارونه د نفتو توکو، غیر نفتي اجناسو، خامو موادو او نورو سوداګریزو توکو څخه جوړ وو.
افغانستان ژورنال – د رسمي معلوماتو له مخې، د مهمو بندرونو له لارې د مالونو د انتقال وېش داسې دی:
| بندر/کرښه | انتقال شوي مالونه (متریک ټنه) |
|---|---|
| حیرتان بندر | ۲۴۷,۰۴۲ ټنه |
| آقینه بندر | ۳۲,۱۱۷ ټنه |
| تورغونډي بندر | ۲۳,۱۶۸ ټنه |
| خواف–هرات اورګاډي کرښه | ۳۰,۵۰۹ ټنه |
له ټولو انتقال شویو مالونو څخه، ۱۶,۷۷۲ متریک ټنه یې صادراتي او ترانزیټي توکي وو، چې پکې وچه مېوه، منرالونه، کچالو، وریجې او د انارو جوس شامل وو.
د وزارت چارواکو ټینګار کړی چې د اورګاډي له لارې د مالونو د انتقال زیاتوالی د ملي عوایدو، د کار زمینې برابرولو، او د اقتصادي ځانبسیا په لور د هېواد د پرمختګ لپاره مهم رول لري.
وزارت دا هم ویلي چې د اورګاډي د زیربناوو او خدماتو د پراختیا لپاره فعال کار روان دی، څو سوداګرۍ ته اسانتیاوې برابرې شي، د ترانسپورت لګښتونه راکم شي، او له کورنیو او نړیوالو سوداګرو سره همکاري نوره هم پیاوړې شي.
افغانستان ژورنال