ده افغانستان ژورنال

ملګري ملتونه د مالي ستونزو له امله ښځینه کارکونکې کموي

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې ویلي، چې دغه سازمانونه د مالي ستونزو له امله ښځینه کارکونکې کموي.

دملګرو ملتونو د ښځو برخې نن دوشنبه د لیندۍ ۱۷مه ویلي چې په افغانستان د ښځو په مشرۍ سازمانونه د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دي.

 یاد سازمان ویلي  چې په افغانستان کې د ښځو په مشرۍ په لسو کې څلور سازمانونه د مالي ملاتړ د نشتوالي له امله د خپلو دېرش سلنه کارکونکو ګوښه کولو ته مجبور دي.

ملګري ملتونه دغه ښځې چې دندې یې به له لاسه ورکړي  د مرستې لپاره د لومړۍ کرښې مشرتابه بولي او زیاتوي: «موږ نشو کولی د دې لومړۍ کرښې مشرتابه له لاسه ورکړو.»

یادې ادارې دا هم زیاته کړې چې د ښځینه کارکونکو پر کار د بندیز درې میاشتې پوره شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *