تېره شپه جمعه د لیندۍ ۱۴مه د کندهار پر سپینبولدک ولسوالۍ د پاکستان پوځي رژیم په برید کې چې ا.ا یې هم غبرګون ته اړ کړی څلور ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د پاکستان دغه برید چی تېر ماښام ترسره شوی د شپې تر یوې بجې یې دوام درلود.
د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه د یاد برید د منلو ترڅنګ لیکلي، چې د یاد برید سره د ا.ا ځواکونه هم غبرګون ته اړ شول.
د ا.ا ویاند په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
پاکستان نږدې دوه میاشتې مخکې هم د افغانستان پر خاوره بریدونه کړي و او له هغه وروسته د ا.ا ځواکونو هم غچاخیستونکي بریدونو ته اړ شوي وو.
د یادونې وړ ده چې د یادو بریدونو وروسته د کابل او اسلاماباد ترمنځ مذاکرات یو ځل په قطر او دوه ځلې په ترکیه کې ترسره شول خو مثبتو پایلو ته ونه رسېدل.