ده افغانستان ژورنال

ښځې او ټولنه؛ د کورنۍ نظم کې د ښځو فعاله ونډه او ارزښت

 ټولنه د کورنیو پرمختللې بڼه او له کورنیو څخه جوړه ده. کورنۍ د مینې، د سکون ترلاسه کولو او د خوندیتوب حس کولو ځای دی. د کورنیو په بنسټ نظم او جوړښت کې ښځه  اصلي ونډه لري او د یوې ښې ټولنې جوړښت په ټوله کې پر نارینه او ښځینه او په ځانګړي ډول به ښو، با ثباته او هوښیارو ښځو ولاړ دی.

د سوله‌ییز او مثبت رواني چاپیریال رامنځته کول د ښځې وړتیا ده، ښځه د کور ستنه ده، د خوښۍ او خفګان د درد او نارامښت او به هر حالت کې خپل خاوند او ماشومانو ته رسېدنه کوی ،خپل  خاوند سره د ژوند په هر شرایطو کې  پاتې کېږي او د ملا تیر یې جوړیږي.

د  یو با ثباته کورنۍ جوړولو لپاره باید ښځه محترمه وګڼل شي، د خوندیتوب احساس ورکړل شي او ملاتړ یې وشي، خو له دې ټولو سره په نړۍ کې او په ځانګړي توګه زموړ په ټولنه کې ډېری ښځې د خوښي ترلاسه کولو پر ځای  خفګان ترلاسه کوي او د ورځې په دردمنه او د غمونو ډکه سینه ګرځېدل او د شپې اوښکې تویول یې عادت شي.

که په کورنۍ  کې ښځه  ته درنښت ورنه کړل شي پرته له شکه ماشومان یې هم د ټولنه د بدختۍ لامل ګرځي او که  له عقدو، کرکې او بدبختو سره لوی شوي وي  په کورنۍ او ټولنه کې جرمونه کوي. 

 د کورنۍ نظم رامنځته کولو کې ښځه دا لاندې دندې او مسوولیتونه لري

۱ـ یوه مشاوره: ښځه د خاوند لپاره تر ټولو لویه او بهترینه مشاوره  په هره برخه کې ده  حتا په هغو برخو کې چې د سړي ذهن ته نه راځي.

۲ـ کور جوړونکې: که سړی کور اخلي نو ښځه یې بیا په مینه سمبالوي او ښکلا ورکوي په ظاهري او معنوي بڼه یې جوړوي.

 ۳ـ کور ته نظم ورکوونکې: د کور نظم او څلور چوکات جوړونکې ښځه وي.

۴ـ د ماشوم پالونکې: د ښځې تر ټولو ستر مسوولیت  د ماشوم پالنه ده چې اثر یې نه یوازې د کورنۍ تر منځ بلکه د ټولنې پر راتلونکې هم دی همدا د نن ورځې ماشومان د سبا د  ټولنې  جوړونکي دي.

۵ـ د خاوند د ناموس، مال، اولاد او عزت ساتونکې ده: پرته له شکه چې  د اسلامي له پلوه هم دا د ښځې مسوولیت ده ښځه د خاوند په شتون او نه شتون کې د هغه تر ټولو لوی ډاډ ده.

۶ـ احساساتي اړیکو اداره کول؛ د کورنۍ ترمنځ د مینې او محبت لامل کرځي.

۷ـ اقتصادي مدیریت کول: له خاوند سره د کور په مصرفونو او زیرمه کولو کې مرسته کوي.

په ټوله کې ویلی شو چې یوه ښځه د کورنۍ په نظم او سوله کې  اصلي رول لوبوي د یو مینه‌ناکې او با وقارې کورنۍ جوړول د  یو ښځې کمال دی چې دا کمال هغه وخت په ښه توګه ترسره کولی  شي چې د خاوند ملاتړ ولري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *