د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون په خپل راپور کې ویلي ، یوازې تېره ورځ چهارشنبه د لیندۍ ۵مه له ایران او پاکستان څخه ۳ زره او ۷۷۱ کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
د ا.ا ویاند ملا حمدالله فطرت کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور چې پر ایکس پاڼه خپور کړی، د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۸۹۷ کورنۍ چې ۳۹۹۲ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
یاد کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز ورېښمو پله، د کندهار سپینبولدک، د هلمند بهرامچې او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.
د یادولو ده چې د روانې اونۍ دوشنبې او سهشنبې هم له ایران او پاکستان څخه ۱۷۲۷ کورنۍ په اجباري ډول هېواد ته راستنې شوې وې.