ده افغانستان ژورنال

فاریاب کې ترافیکي پېښې د څلور تنو ژوند واخیست

د فاریاب مسوولینو ویلي، د دغه ولایت د دولت‌ابا ولسوالۍ اړوند په «ځنګل» سیمه کې له یوه باروړونکي موټر له یوه ویټز موتړ سره ټکر کړی، په پایله کې  څلور کسانو ژوند بایللی دی.

د فاریاب د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول مولوي عبدالله مرادي نن پنجشنبه رسنیو ته ویلي، چې ویټز موټر له اندخوی څخه د میمنې ښار پر لور او باروړونکی موټر له میمنې اندخوی ته په حرکت کې و چې د ځنګل امنیتي پوستې ته نږدې یې له یو بل سره ټکر کړی او په پایله کې یې څلور کسان مړه شوي دي.

مرادي له ټولو موټرچلوونکو غوښتي څو ترافیکي قانونو ته په جدي ډول مراعات کړي او د موتړو سرعت زیات نه کړي.

 د یادولو ده چې په دې وروستیو کې ترافیکي پېښو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ماشوماو نو ښځو په ګډون د سلګونو تنو ژوند اخیستی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *