د افغانستان د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر او نړیوال ستوری راشد خان د روان میلادي کال د اکټوبر د میاشتې د غوره ورو توپ اچوونکې جایزې ته نماند شوی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا نن پنجشنبه د لړم ۱۵مه د د روان میلادي کال د اکټوبر د میاشتې د غوره ورو توپ اچوونکو ته د نماندانو نوملړ په ډاګه کړ. په دې نوملړ کې افغان اتل راشد خان د دریو نورو ورو توپ اچوونکو سره یو ځای دغې جایزې ته نماند شوی دی.
د خان ترڅنګ د سويلي افريقا الراونډر سینوران متسامي او د پاکستان سپينر توپ اچوونکی نعمان علي هم غوره شوي دي.
نوموړي یوازې په تېرو اتو لوبو کې ۲۰ ویکټې واخیستې، د منډو اوسط یې ۳.۵۹ او غوره توپ اچوونه کې یې بیا د ۱۷ منډو په بدل کې پنځه لوبغاړي وسوزل، چې د همدې غوره توپ اچوونې له امله یې دې جایزې ته غوره شوی دی.
باید وویل شي چې تر دې مخکې د هېواد کرکټ ملي لوبډلې ټولچاری لوبغاړی عظمتالله عمرزی د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ۲۰۲۴ کال لپاره د یو ورځنیو سیالیو غوره لوبغاړی ونومول شوی و.