ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبه د لړم ۱۵مه په استانبول کې د افغان او پاکستاني پلاوي ترمنځ د درېیم پړاو خبرې اترې پیل شي.
نن به په ترکیې کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو درېیم پړاو پیل شي، چې په همدې موخه تېره ورځ د افغانستان د ا.ا د استخباراتو د ریس، عبدالحق وثیق په مشرۍ افغان پلاوی ترکیې ته ولاړ.
د سرچینې د معلوماتو له مخې په دغه پلاوي کې د ا.ا لوړپوړی غړی انس حقاني، په قطر کې د ا.ا د سفارت سرپرست سهیل شاهین، د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي ریس ذاکر جلالي، د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمتالله نجیب او د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي شامل دي.
باید وویل شي چې د پاکستاني پلاوي مشري د دغه هېواد د استخباراتو مشر جنرال عاصم ملک کوي.
د یادولو ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سختو نښتو وروسته د ا.ا او پاکستان پلاوي د ترکیې او قطر په منځګړیتوب د مذاکراتو لپاره کېناستل خو تراوسه دواړه خواووې هوکړې ته نه دي رسېدلي.