د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، تېره ورځ یې۳۱ افغان اتباع له اسلاماباد څخه د جرمني «هانوفر» ښار ته لېږدولي دي.
د جرمني د دغې ادارې په وینا، دا کسان به د جرمني په بېلابېلو ښارونو کې ځای پر ځای شي. ډیری یې هغه کسان دي چې د استوګنې جواز ترلاسه کولو لپاره یې خپلې قضیې په محکمه کې تعقیب کړې وې.
باید وویل شي چې دا لیږد د جرمني د ځانګړو پروګرامونو یوه برخه ده او پکې د پخوانیو دولتي کارمندانو، د بشري حقونو فعالینو او نورو له خطر سره مخ افغانانو سره مرسته کوي.
د جرمني رسنیو د معلوماتو پر بنسټ، چې شاوخوا ۱۹۰۰ افغانان چې د یاد هېواد ویزې یې منظورې شوې دي لاهم په پاکستان کې پاتې دي، خو ورسره چې د یاد هېواد حکومت هغو افغانانو ته د پیسو او مالي مرستې وړاندیز هم کړی چې دوی په پاکستان کې مېشت دي او جرمني ته یې له تګ ډډه کړې ده.