ترکیه کې د ا.ا او پاکستاني پلاویو ترمنځ د اوربند دویم پړاو خبرې اترې له کومې پایلې پرته درېدلي.
یو شمېر سرچینو رسنیو ته ترکیه کې د ا.ا او پاکستاني پلاویو ترمنځ د اوربند دویم پړاو په اړه ویلي، چې پاکستانی لوری هڅه کوي مذاکرات ناکام شي او له ا.ا یې کړې غوښتنې یې نامنطقي او نامعقولې بللې دي.
تر دې وړاندې ملي تلویزیون هم خبر ورکړی و، چې د ترکیې په مذاکراتو کې پاکستانی اړخ د شاتګ په حال کې ښکاري او د رغنده خبرو نیت نه لري.
راپور زیاتوي چې پاکستان له طالبانو په دغه هېواد کې د بریدونو د مخنیوي او له ټي ټي پي سره د اړیکو د پرېکون غوښتنې لري، خو ا.ا دا د پاکستان کورنۍ موضوع بللې ده.
د یادولو ده چې د افغاسنتان او پاکستان ترمنځ د شاوخوا یوې اوونۍ نښتې وروسته دا خبرې درې ورځې وړاندې د قطر د هوکړې په دوام ترکیه کې پیل شوي، خو ا.ا او پاکستان تراوسه په رسمي ډول د دغو خبرو د ناکامۍ یا بریالیتوب پخلی نه دی کړی.