ده افغانستان ژورنال

‏افغان والیبال لوبډلې پایلوبې ته لاره پیدا کړه

د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا سیالیو په لړ کې بنګله دېش هیواد کوربه لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو پایلوبې ته لاره پيدا کړه.

د افغانستان والیبال ملي لوبډلې تېره ورځ دوشنبه د عقرب ۵مه د مرکزي اسیا سیالیو په لړ کې بنګله دېش ته د ۱/۳ میدانونو په توپیر سره ماتې ورکړه او د دې سیالیو پایلوبې ته یې ځان ورساوه.

باید وویل شي افغان لوبډلې له دې وړاندې د مرکزي اسیا سیالیو په لړ کې د مالدیف او نیپال ملي لوبډلو ته ماته ورکړې وه

د یادولو ده چې د افغانستان به سبا د ترکمنستان پر وړاندې پایلوبه کې مخامخ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *