د افغانستان کرکټ بورډ نن دوشنبه د اکټوبر ۲۰ مه ویلي، چې د افغانستان نوولس کلنه لوبډله به د هند نوولس کلنو الف او ب لوبډلو سره سیالی ترسره کړي.
کرکټ بورد زیاته کړې، چې د افغانستان نوولس کلنه لوبډله به راتلونکې نومبر میاشت کې د هند نوولس کلنې، الف او ب لوبډلو پر وړاندې درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره کړي.
یاده لوبلړۍ به اووه لوبې ولري چې افغان نوولس کلنه لوبډله به پکې څلور نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.
کرکټ بورډ زیاته کړې، چې یادې سیالۍ به د هند په کوربه توب د نومبر په ۱۷ مه پیل او د همدې میاشتې تر ۳۰مې دوام ومومي.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان نوولس کلنه لوبډله به له هند سره د درې اړخیزو سیالیو وړاندې له بنګله دېش نوولس کلنې لوبډلې سره ۵ نړیوالې سیالۍ ترسره کړي.
له بنګله دېش سره د افغان نوولس کلنو لوبډلې لوبې د بنګله دېش په بېلابېلو ښارونو کې به د اکتبر په ۲۸مه پیل شي چې د نومبر تر ۹مې به دوام ومومي.
د افغانستان کرکټ بورډ له دې وړاندې د یادو سیالیو موخه د روان اسیا جام، نړیوال جام او نورو دوه اړخیزو سیالیو لپاره چمتووالی بللی وه.